سوریه کې د ګڼو خلکو مړي موندل شوي

د خپريدو وخت: 09:06 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

په سوریه کې مخالف فعالان وايي د پلازمینې دمشق په لمنو درعا کې د ګڼ شمیر خلکو جسدونه موندل شوي دي.

دغلته دولتي ځواکونه د یاغیانو پرضد سخت عملیات کوي.

یو ناتید راپور وايي په کورونو او زیرزمنیو کې له دوه سوو نه ډیر مړي موندل شوي دي.

خو په برتانیا کې مېشتې ډلې چې په سوریه کې بشري حالات څاري د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وژل شویو خلکو شمیره تر ۵۰ ښودلې ده.

په همدې حال کې د سوریې دولتي تلویژون ویلي چې درعا د ترهګرو له پاتي شونو پاکه شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .