نا متعهدو هېوادونو غونډې ته حماس ډله نه بلل کیږی

د خپريدو وخت: 15:40 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

ایراني چارواکي وايي په روانه اوونۍ کې یې د نا متعهدو هېوادونو په غونډې کې يې د حماس غورځنګ ته بلنه نه ده ورکړې چې دا مهال پر غزې واکمني لري.

دغه خبر وروسته تر هغه خپور شو چې د فلسطینانو مشر محمود عباس خبرداری ورکړ، که د حماس مشر اسماعیل هنیه په غونډه کې ګډون وکړي نو دی به پرېکون ورسره وکړي.

خبریالان وايي ایران په دې کار سره غواړي وښيي چې د اتومي پروګرام پر سره له لانجو سره سره لا هم له نړیوالې ټولنې ګوښه نه دی پاتې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .