سترې محکمې راجه اشرف ورغوښتی دی

د خپريدو وخت: 06:35 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391

د پاکستان صدراعظم راجه پروېز اشرف په همدغو شېبو کې سترې محکمې ته ورځي چې ته د سپکاوي تورونو ته ځواب ووايي.

دغه تور پر ده دوه اوونۍ دمخه ځکه ولگول شو چې د سترې محکمې په غوښتنه يې د ولسمشر آصف علي زرداري د مالي حسابونو په اړه د سويس چارواکو ته ليک وانه ستاوه.

اوس به قاضيان له هغه نه پوښتي چې آيا سويس ته د ليک استولو تکل لري او که نه. تر ده وړاندې صدراعظم يوسف رضا گيلاني هم په ورته تور د محکمې له خوا له دندې گوښه کړى شوى و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .