اسراییل د امریکایۍ فعالې د وژنې دعوا نه مني

د خپريدو وخت: 08:09 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391

اسراییلي محکمې په ۲۰۰۳ کې د وژل شوې امریکایۍ فعالې راشیل کوري په وژنه کې د محکمې د بې پروایۍ تورونه بې بنسټه وبلل.

د کوري کورنۍ وايي چې ان د ۲۰۰۵ کال پرمهال یې د اسراییل شمال حیفا ښار کې د هغې د وژنې دوسیه ثبت او راپورته کړې وه.

دوی اسراییل د خپلې ۲۳ کلنې لور په قصدي وژنې تورنوي او دا هم وايي چې د زړه له کومي تحقیقات یې په دې قضیه کې نه دي کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .