د هند سترې محکمې د اجمل قصاب اپيل ونه مانه

د خپريدو وخت: 08:45 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

د هند سترې محکمې په ۲۰۰۸ کال کې د ممبيي پر ښار د ژوندي پاتې بريدګر اجمل قصاب د مرګ سزا په خپل ځای ساتلې ده.

ده د مرګ د سزا په اړه سترې محکمې ته اپيل کړی وو.

اجمل قصاب چې د پاکستان اوسېدونکی دی يو له هغو بريدګرو دی چې د ممبيي يو هوټل او ځينې نورې برخې يې تر دريو ورځو يرغمل کړې وې.

په دغه بريد کې ۱۶۶ کسان ووژل شول چې ځينې يې بهرنيان وو.

اجمل قصاب پر ده د لګېدلو تورونو چې قتل او ترهګريزې کړنې هم په کې راځي د مرګ په سزا محکوم شوی دی.

ښاغلی قصاب وايي ده ته انصاف نه دی ورکړل شوی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .