اسد کډوالو ته د خوندي ځای برابرول رد کړ

د خپريدو وخت: 08:41 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

د سوريې ولسمشر بشار الاسد هغه وړانديز رد کړی چې د جګړې له وېرې تښتېدونکو کسانو ته دې د سوريې دننه د سر پناه خوندي ځای برابر شي.

ښاغلي اسد له يوه حکومت پلوي تلويزيوني چېنل سره په مرکه کې وويل د دا ډول يوه خوندي ځای جوړول چې ترکيې او لويديځو هېوادو يې وړانديز کړی يو خوب دی.

ولسمشر اسد دغه کسان چې لويديځ ورته د خوندي سرپناه سيمه غواړي، د سوريې دښمنان بولي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري unhcr وايي هره و رځ شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال د ترکيې پر پوله اوړي.

د ترکيې پولو ته رسېدلو نویو کډوالو وويل ډېرو نورو هم د خپل هېواد د پرېښودو تکل درلود.:

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .