بانکي مون له مخالفت سره سره ايران ته تللی

د خپريدو وخت: 13:57 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون د همګټو هېوادونو په غونډه کې د ګډون او له ايراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته رسېدلی دی.

امريکا او اسراييلو پر ښاغلي بان غږ کړی چې د تهران بلنه ونه مني او استدلال يې دا دی چې په دې سره به د ايران پر اتومي پروګرام وضع شوي فشارونه پيکه شي.

د تهران هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال بانکي مون وويل د سوريې د کړکېچ په تړاو به له ایراني مشرانو سره وغږېږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .