د مصر نوی ولسمشر ایران ته رسېدلی

د خپريدو وخت: 07:17 گرینویچ - پنجشنبه 30 اگست 2012 - 09 وږی 1391

د مصر نوی ولسمشر محمد مرسي ایران ته رسیدلی. د ا په ایران کې د د دېرش کاله وړاندي انقلاب راهیسې لومړی مصری مشر دی چې دغه هیواد ته سفر کوي . دی به د ناپییلو هیوادونو د غورځنګ په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي . د بي بي سي خبریال وایې دغه غونډه ایران ته د لویدیځو هېوادونو د هغو غوښتنو سره د مبارزې چانس ورکوي چې غواړي دغه هیواد د خپلو اټومي فعالیتونو له کبله په انزوا کې پریږدي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون هم چې دا مهال په تهران کې دی د ایران پر حکومت ټینګار کړی چې ډاډ ورکړي چې اټومي پروګرام یې د سوله ایزو اهدافو لپاره دی .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .