ترکیه غواړي د سوریې د کډوالو لپاره په سوریه کې دننه کمپونه جوړشي

د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - پنجشنبه 30 اگست 2012 - 09 وږی 1391

ترکیې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په سوريه کې دننه د هغه هېواد د کډوالو لپاره د خوندي ځايونو د جوړېدو لپاره خپل فشار نور هم زیات کړی. د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر داود اوغلو وويل چې همدا موضوع به د پنج شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم یادوي. د سوريې ولسمشر بشاراسد ویلي، دا وړاندیز نا شونی او نه پلې کېدونکی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .