جمهوریت پلوو کاندید وايي اوباما په ژمنو کې پاتې راغلی

د خپريدو وخت: 12:38 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوریت پلوو، کاندید مېت رامني په خپله تر ټولو مهمه وینا کې وویل، چې ولسمشر اومابا د هغو ژمنو په پلي کولو چې امریکا سره یې کړې وې، پاتې راغلی.

هغه وویل هیلې يې په نهیلۍ او ویش بدلې شوي دي.

ښاغلي رامني، چې زرګونو استازو یې په خوښيو بدرګه کاوه، داسې یو پلان وړاندې کړ، چې د دندو په رامنځ ته کولو، د بودجې د کسر په کمولو او د انرژۍ پر بسیا کېدو یې ټینګار کاوه.

هغه خپلې خبرې پر دې ورټولې کړې، چې امریکا ته به ښه راتلونکی جوړوي:

"که زه د امریکا د متحده ایالتو ولسمشر وټاکل شم، زه به په خپل ټول قدرت سره امریکا هغه حالت ته ور وګرځوم، چې ښې راتلونکې ته یې زموږ سترګې دي. هغه راتلونکی چې زموږ هدف دی. او دغه راتلونکې را راوانه دی او زموږ انتظار کوي. زموږ ماشومان د همغې راتلونکي لایق دي او د نړۍ ازادي او سوله زموږ ښې راتلونکې ته اړتیا لري. او ستاسې په مرسته به موږ دغه کار تر سره کوو".

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .