اسامه د وژنې کتاب لیکونکی قانوني ګواښل کیږي

د خپريدو وخت: 12:49 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

د امریکا د سمندري ځواکونو د کمانډو د ډلې پخوانی غړی، چې اسامه بن لادن یې وژلی و، د هغه کتاب د لیکلو پرسر قانوني ګواښل کیږي، چې د اسامه د وژنې د ماموریت په اړه یې لیکلی دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي، دغه کتاب، چې (سخته ورځ یا No Easy Day) نومېږي د هغې پرېکړې پرخلاف دی چې دغه سړي د پوځي ماموریت پر مهال امضا کړې و.

په پرېکړه کې ویل شوي و، چې معلومات به نه افشا کوي.

پنټاګان وايي، په بازار کې د دغه کتاب ډېر پلورل به حالت خراب کړي او د حل لپاره یې پر ټولو ممکنه قانوني لارو غور روان دی.

اسامه بن لادن د تېر کال په مې میاشت کې د امریکا د ځآنګړو ځواکونو یوې ډلې په پاکستان کې وواژه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .