پېښور ته نژدې موټر بم چاودنه شوې

د خپريدو وخت: 05:35 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي له پېښور سره نژدې د متنيو سیمې يوه بوخت بازار کې موټر بم چاودنې ۱۱ کسان وژلي دي. چاودنه چې يوه جومات سره نژدې شوې ۱۶ تنه نور په کې ټپيان شوي دي. په يوه راپور کې ويل شوي موټر کې هغه وخت چاودنه وشوه چې د رغولو لپاره مستري ته ولاړ و. د چاودنې پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو په سيمه کې د ډېرو تازه پېښو د پړې ګوته طالبانو ته نيول کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .