په کوټه ښار کې اووه تنه په ډزو ووژل شول

د خپريدو وخت: 08:44 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې اووه تنه ووژل شول. وژل شوي کسان شیعه مسلکه هزاره ګان دي. له دې پېښې وروسته په ښار کې اړودوړ پیل شو. احتجاج کونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې باید د دې پېښو عاملین ونیسي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې کوټې ښار ته څېرمه په هزارګنجي سیمه کې نامعلومو کسانو د دوشنبې په سهار له یوه مساپروړونکي بس څخه ټول سپاره کسان کوز کړل او د دوﺉ له پېژندپاڼو کتلو وروسته يي له دوﺉ څخه پنځه کسان په ډزو ووژل.

د پېښې عاملین په موټرسیکلونو د پېښې له ځایه وتښتېدل، خو ځايي پولیس وايي دې کسانو د تښتېدو پرمهال په هزارګنجي سیمه کې ډزې وکړې چې له امله يي دوه تنه نور هم ووژل شول.

له دې پېښې وروسته د هزاره قبیلې کسان سړکونو ته راووتل او د سیمي سړکونه يي وتړل. د ښار له بیلا بیلو برخو څخه د ډزو غږونه هم اورېدل کیدل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .