په شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو برید

د خپريدو وخت: 09:58 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

په رپوټونو کې ویل شوي، چې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په یوه برید کې څلور تنه وژل شوي دي. په رپوټ کې دغه رازویل شوي، چې دغه برید د وسله والو په یوه پټنځای شوی دی او په کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي. رپوټ زیاتوي، چې دغه پټنځاي په څلورو توغندیو وېشتل شوی دی. شمالي وزیرستان د القاعده او طالب وسله والو مهم مرکز بلل کیږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .