اسرايليانو د مېګرون ښارګوټي خالي کول پيل کړي

د خپريدو وخت: 11:16 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

اسراييليان وروسته له هغه د مېګرون ښارګوټی پرېږدي چې د دغه هېواد سترې محکمې ورته له دغه ځايه د وتو لارښوونه وکړه.

د دغه ۳۰۰ کسيز ښارګوټي ډېره برخه د فلسطينيانو په يوه شخصي کلي کې جوړه شوې ده.

د دغه ښارګوټي اوسېدونکو ته لارښوونه شوې چې د سې شنبې تر ورځې په بشپړه توګه ښارګوټی خالي کړي.

ټاکل شوې دغه کسان د مېګرون په څو سوه مترۍ کې يوه بل ښارګوټي ته ولېږدول شي چې ځمکه يې شخصي مالک نه لري.

د اسراييلو محافظه کاره لوري د لومړي وزير بنيامن نتنياهو د حکومت له لوري د سترې محکمې د پرېکړې پر عملي کېدو، کلکه نيوکه کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .