پاکستان پر عيسوي نجلۍ تور لګوونکی ملا نيولی

د خپريدو وخت: 09:07 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

پاکستاني چارواکو هغه ملا نيولی چې يوه څوارلس کلنه عيسوۍ نجلۍ يې اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورنه کړې ده.

دغه امام وروسته له هغه ونيول شو چې يوه عيني شاهد قاضي ته وويل خالد چشتي يې وليد چې د قرآن کريم سوې پاڼې او ايرې يې په هغه کڅوړه کې اچولې چې دغه نجلۍ وړې دي.

دغه نجلۍ وروسته د قرآن کريم د پاڼو پر سوځولو تورنه شوه، چې په پاکستان کې يې سزا مرګ ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .