دمشق کې پوځي مرکز ته څېرمه چاودنه شوې ده

د خپريدو وخت: 11:23 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

راپورونه وايي د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د پوځي مرکز يوې ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده.

د سوريې حکومت تلويزيون اورپکي پر دغه چاودنه ګرم بللي، چې له امله يې څلور کسه ټپيان شوي دي.

د تلويزيون راپور وايي دغه چاودنه د دوو بمونو د الوځولو له امله رامنځته شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .