امریکا د نویو افغان سرتېرو روزنه وځنډوله

د خپريدو وخت: 07:04 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي، چې د افغان عسکرو له لوري پر ناټو سرتېرو د بریدونو له کبله امریکا د شاوخوا ۲۷۰۰۰ افغان ځواکونو روزنه ځنډولې ده.

دوی ددې ځنډونې اصلي لامل افغانستان کې د افغان ملګرو له لوري پر ناټو سرتېرو وروستي مرګوني بریدونه په ډاګه کړي، چې په لړ کې یې سږ کال لږترلږه ۴۵ بهرني سرتېري ووژل شول.

په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر ناټو سرتېرو افغان عسکرو بریدونه وکړل، چې د دواړو ترمنځ یې اړیکي هم څه-ناڅه ترینګلي کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .