د هند کانونو په چارو کې د فساد څېړنه پیل شوې

د خپريدو وخت: 17:40 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391

پولیسو د هند په لسو ښارونو کې د کانونو په چارو کې د فساد د ادعاوو د څېړنو په موخه عملیات کړي دي.

د څېړنې مرکزي اداره وايي د پنځو شرکتونو د قضیو د څېړلو په تړاو دوسیې پرانیستې دي او یو شمېر کارکوونکي یې پړه بلل دي.

یو راپور چې په دې وروستیو کې د حکومت له خوا خپور شوی وايي دغه هېواد په ارزانه بیه د سکرو د پلورلو له امله تر دېرش میلیارده ډالرو ډېر زیان کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .