د جنوبي کوریا کب نیوونکي تاوان واخيست

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391

د جنوبي کوریا یو کب نیوونکی چې د ناسمو لاملونو له کبله سخت ځورول او بندي شوی وو، په سیول کې یې دوه میلیونه ډالره تاوان واخیست.

دغه سړی چې چیونګ نومیږي، شمالي کوریا ته په جاسوسۍ تورن شوی و.

دی په ۱۹۶۵ کال کې نیول شوی و او تر ۱۹۸۰ کال پورې په بند کې و.

هغه د کوریا د پوځي حکومت تر شکنجې لاندې په جاسوسۍ اعتراف کړی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .