د مراکش ترافیکي پېښې ۴۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 11:21 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391

د مراکش په جنوب کې چارواکي وايي، یو بس ګړنګ ته لوېدلی، چې په کې ناست څلوېښت تنه وژل شوي دي.

په دې حادثه کې شل کسان ټپیان هم دي، چې د ځینو حالت خواشینوونکی بلل شوی دی.

دغه بس د مراکش جنوبي سیمې ته پر لاره و.

ویل کیږي چې په دې پېښه کې وژل شوي ډېر کسان د مراکش اوسېدونکي دي، خو دا معلومه نه ده چې په وژل شویو کې بهرنیان هم شته او که نه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .