کولمبیا له یاغیانو سره مذاکرات پیل کوي

د خپريدو وخت: 05:52 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

د کولمبیا جمهور رییس خوان مانوئل سانتوس په خپل هېواد کې د فارک نومي هغې ډلې سره د مذاکراتو جزیات په ډاګه کړل، چې په دغه هېواد کې د یاغیانو تر ټولو لویه ډله بلل کیږي.

په دغه هېواد کې د تېرو لسو کلونو په موده کې د جاري بحران د حل لپاره دا لومړي جدي اقدام بلل کیږي.

دغه مذاکرات به راتلونکې میاشت د ناروي په اوسلو کې پیل شي او وروسته به د کیوبا په هاوانا ښار کې دوام وکړي.

په یوه ټیلویزوني وینا کې جمهور رییس سانتوس وویل، د دواړو لوریو لپاره دا یو ښه فرصت دی، چې د بحران د ختمولو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .