سل زره کسانو په یوه میاشت کې سوریه پرې ایښي

د خپريدو وخت: 05:44 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د ادارې مسوولین وايي د تېرې یوې میاشتې په موده کې د سوریې تقریباً یو لک اوسېدونکو خپل ټاټوبی پرې اېښی دی.

د تېر کال په مارچ میاشت کې د بحران له پیل کېدو وروسته دغه تر ټولو زیات شمېر بلل کیږي.

له وروستیو شمېرو داسې معلومیږي، چې د دغه شمېر نیمايي سوري اوسېدونکي د اګست په میاشت کې له هېواده وتلي دي.

د کډوالو د چارو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمشنر آنتونیو گوترس بي بي سي ته وویل، چې هغه هېوادونه چې له سوري کډوالو سره مرسته کوي او هغوﺉ ته يې خپلې پولې پرانېستې دي، نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .