پاکستان: شپږ بهرني خیریه کارکونکي شړل کیږي

د خپريدو وخت: 10:01 گرینویچ - پنجشنبه 06 سپتمبر 2012 - 16 وږی 1391

په پاکستان کې د ماشومانو د نړیوالې خیریه موسسې سیف د چلډرن مسوولین وايي چارواکو د دې ادارې بهرنیو کارکونکو ته امر کړی، چې له دغه هېواده ووځي.

د دې ادارې ویندوی بي بي سي ته وویل پاکستاني مقاماتو په څرګند ډول ورته له خپل هېواده د دې ادارې د کارکونکو د شړلو وجه نه ده په ډاګه کړې.

د ویندوی په خبره د سیف د چلډرن له دوو زرو نه زیاتو کارکونکو نه ښپږ بهرنیانو ته له پاکستانه د وتلو امر شوی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .