نيل ارمسټرانګ په سمندر کې خښېږي

د خپريدو وخت: 09:54 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

د وتلي امریکايي ستورمزلي نیل ارمسټرانګ کورنۍ ویلي چې د کورنۍ غړی نیل ارمسټرانګ به یې په سمندر کې خښ کړای شي.

نیل ارمسټرانګ هغه لومړنی انسان و، چې سپوږمۍ ته وخوت.

د هغه د کورنۍ یوه غړي ریک میلر ویلي "فکر کوم چې د خښولو مراسمو لپاره به ترتیبات ونیول شي. خو د مراسمو په اړه ډېر معلومات نه لرم."

تمه دهع چې د نیل ارمسټرانګ د مړي غمشریکي د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۳مه د واشنګټن په یوه کاتدرایه کې ترسره شي.

په دغو مراسمو کې د امریکا د فضايي ادارې مشر چارلز بولدڼ، نور سیاستوال او د فضايي ادارې متقاعد کسان ګډون کوي.

د واشنګټن کاتدرایه کې د ۱۱ اپولو هوايي بېړۍ د سفر پرمهال د نیل ارمسټرانګ په لاس هغه راوړل شوې تیږه هم ده، چې له سپوږمۍ یې ځمکې ته راکوزه کړې وه.

د ۱۹۶۹ کال په جولای کې نیل ارمسټرانګ د نړۍ د فضايي پوهانو اتل او هغه لومړی انسان وپېژندل شو، چې د لومړي ځل لپاره یې پر سپوږمۍ ګام کېښود.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .