مخکنی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت خوشی شو

د خپريدو وخت: 05:20 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

تر شاوخوا یوولسو میاشتو بند وروسته، د افغانستان مخکنی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت کابل ته رسېدلی دی.

عبدالجبار ثابت په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته هم کاندید و، خو د تېر لمریز کال په میزان/تله میاشت کې کابل ته څېرمه وتښتول شو.

د ښاغلي ثابت د کورنۍ یو غړی، عبدالله دوران وايي، چې مخکنی لوی څارنوال له هر راز معاملې پرته راخوشی شوی دی.

نوموړي ویلي، چې ښاغلی ثابت د کابل څنګلوري ولایت لوګر په هغه سیمه کې پرېښودل شوی، چې تېر کال له همدې سیمې تښتول شوی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .