سوري ځواکونو تل شهاب ښار ونیو

د خپريدو وخت: 06:26 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

د سوريې حکومت مخالفي وايي حکومتي ځواکونو د اردن پولې ته نژدې د يوې سيمې ولکه ترلاسه کړې.

داسې برېښي چې دا له دغه هېواد نه د کډوالو د تېښتې د مخ نيوي يوه هڅه وي.

پلي ځواکونه د شوبلو په ملاتړ د تل شهاب ښار ته ننوتي چې خلکو ته له جگړې نه د تېښتې يو له مهمو لارو څخه وه.

په سوريه کې د تاوتريخوالي له پيلېدا راهيسې څه د پاسه شپېته زره سوريايان د تل شهاب له لارې اردن ته اوښتې

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .