له اسلامه اوښتی ایرانی له مرګه وژغورل شو

د خپريدو وخت: 04:05 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

له ايران نه را رسېدلي رپوټونه وايي يوۀ کشيش يا پادري ته چې په دغه هېواد کې له اسلام دين نه د اوښتو په تور د مرگ سزا اورول شوې وه اوس پرېښوول شوى دى.

د مسيحيانو نړيوال پيوستون په نامه د عيسويانو د حقونو يوې مدافع ډلې وويل يوسف ندرخاني په محکمه کې را څرگند شو او ورته وويل شول پر نوموړي د ارتداد لگيدلى تور بېرته اخيستل شوى.

او د دې پرځاى په ايران کې د مسلمانانو ترمنځ د مسيحيت پر خپرولو پړ خېږول شوى.

د دغې ډلې په وينا ښاغلى ندرخانې په دريو کلنو بند محکوم شو خو له دې امله پرېښوول شو چې وار له مخه يې درې کاله په زندان کې تېر کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .