د ناټو بمبار اووه ماین خښوونکي ووژل

د خپريدو وخت: 05:43 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

د افغانستان په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي چې د بهرنیو ځواکو په یوه هوایي برید کې اووه ماین خښوونکي چې غوښتل یې د سړک پرسر ماینونه خښ کړي، وژل شوي دي.

بي بي سي ته له دې قول اردو په یوه لېږل سوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ماین خښوونکي د کندهار په میانشین او پنجوایي ولسواليو کې په نښه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ګډو ځواکونو له خوا د کلک هوډ (۵) په نامه پیل شوو چاڼیزو عملیاتو پر مهال یې ۲۰ کړۍ ماینونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له منځه وړي.

د کلک هوډ (۵) عملیات د زابل ولایت په ټولو ولسوالیو او همدارنګه د کندهار او اروزګان په ځینو نارامه سیمو کې پیل شوي چې په کې څه باندې (۱۱۰۰۰) افغان پوځیان، ملي پولیس، ملي امنیت او بهرني ځواکونه وڼډه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .