امریکایی څېړونکی: بن لادن بریالی شو

د خپريدو وخت: 06:57 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

یوه امریکایي څېړونکي ویلي، د سپتمبر د ۱۱ له پېښې د ۱۱ کالو تر تېرېدا وروسته، لاهم په نړۍ کې د جهاد په نامه له امریکا سره مبارزه لاهم متحده ایالتونو ته یو لوی ګواښ دی.

دغه لیکوال او څېړونکی د طنز په توګه وايي، چې ولسمشر اوباما د منځني ختيځ او عربي نړۍ پسرلني پاڅونونه ستایلي، خو وايي چې پایلو ته یې چندان پام نه دی.

رابرټ سپنسر –چې د جاهد څارنې د ټولنې- مشر هم دی، په واشنګټن کې د چاپ شوې مقالې په لړ کې وايي، چې د القاعدې بنسټګر او مشر اسامه بن لادن "اسلامي قوانین د مصر، لېبیا، تونس او نورو هېوادونو په حکومتونو کې پلی کېدونکي بللي وو."

سپنسر زیاتوي، که څه هم اسامه پخپله مبارزه کې سر ورکړ، خو په عربي نړۍ کې یې پلویان ډېر شوي، او غواړي چې د پاڅونونو له لارې خپل پلویان واک ته ورسوي، چې د لیکوال په وینا "اسامه - که مړ هم دی- په دې کار کې بریالی شوی دی."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .