نن د بګرام زندان چارې افغانانو ته سپارل کېږي

د خپريدو وخت: 04:24 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

په پام کې ده چې په راتلونکو څو ساعتو کې په بګرام کې د امریکايي ځواکونو د ستر زندان واگې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د بگرام په زندان کې چې په افغانستان کې تر ټولو ستر زندان ياديږي په سلګونه هغه بنديان ساتل کيږي چې د طالبانو او القاعده شبکې سره د تړاو په تور نيول شويدي .

تر نن پورې دغه زندان د امريکايي ځواکونو په واک کې و او څارنه به يې هم د همدغو ځواکونو له خوا کيدله .

افغان لوري ته د دغه زندان د واگو د سپارلو پر سر هوکړه له نن نه شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د افغانستان د دفاع د پخواني وزير عبدالرحيم وردگ او په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ميشتو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن تر منځ شوې وه .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .