کاناډا له ۳۰۰۰ کسانو تابعیت بېرته واخیست

د خپريدو وخت: 06:51 گرینویچ - سه شنبه 11 سپتمبر 2012 - 21 وږی 1391

دکاناډا حکومت وايي له هغو څه باندې درې زرو کسانو څخه يې د کاناډا د تابعيت بېرته اخيستل پيل کړي چې وايي په ټگۍ يې تر لاسه کړى و.

د سرحدي چارو وزير ويلي په ډېرو مواردو کې وگړو دلالانو ته زرگونه ډالر ورکړي چې په کاناډا کې يې د اوسېدو هومره موده تصديق کړي چې د تابعيت د لاسته وروړو لپاره ضروري ده، خو په اصل کې په بهر کې اوسېدل.

حکومت دا گام تر درې کلنې پلټنې وروسته پورته کړى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .