ملګري ملتونه به نن پر ایران پړه ورواچوي

د خپريدو وخت: 07:18 گرینویچ - پنجشنبه 13 سپتمبر 2012 - 23 وږی 1391

ټاکل شوې نن د ورځې ناوخته د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ څارونکې ډله د ایران د اتومي پروګرام په اړه پر دغه هېواد پړه ورواچوي.

په هغه طرحه کې، چې بي بي سي لیدلې، امریکا، چین، روسیې، جرمني، فرانسې او برتانیې د ایران د یورانیمو دغني کولو پر فعالیتونو جدي اندېښنه ښکاره کړې ده.

د بي بي سي یو خبریال وايي، له دغه کار نه داسې جوتیږي، چې د نړۍ دغه شپږ هېوادونه داسې مهال سره یو کیږي، چې اسرایلو پر ایران د ممکنه پوځي برید اشارې ډیرې کړې دي.

بل لور ته تهران ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې نګه سوله ییز مقصدونه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .