دلیبیا کانګریس نوی لومړی وزیر غوره کړ

د خپريدو وخت: 06:38 گرینویچ - پنجشنبه 13 سپتمبر 2012 - 23 وږی 1391

د ليبيا مرستيال لومړی وزير مصطفى ابو شکور غېاث د هغه هېواد د کانګريس له خوا د لومړي وزير په توګه غوره شوى دی.

ښاغلي شکور د لږ زياتو رايو په خپلولو سره د هغه هېواد د موقتې ادارې لومړي وزير محمود جبريل ته چې د ډګرمن قذافي له وژل کېدو وروسته واک ته رسېدلی و، ماتې ورکړې ده.

ښاغلى شکور به د اوسني لومړي وزیر عبد الرحمن الکېب ځاى نېسي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .