واشنګټن دبن غازي د برید په اړه غور کوي

د خپريدو وخت: 05:38 گرینویچ - پنجشنبه 13 سپتمبر 2012 - 23 وږی 1391

امريکايي چارواکي وايي په واشنګټن کې په دې اړه غور کیږي، چې په ليبيا کې د دوی په قونسلگرۍ د سې شنبې د شپې د بريد په اړه معلومات تر لاسه شی چې له وړاندې پلان شوي و اوکه یوه تصادفي پېښه وه.

په دغه بريد کې د لسو تنو لیبیایانو په شمول د لیبيا لپاره دامريکا سفير کرسټوفر ستوينزاو ورسره درې نورامريکايان ووژل شول.

امريکايانودغه بريد پيچلی او مسلکي گڼلى. داسې اوازې هم شته چې ښايي جهادي ډلې په کې ښکېلې واوسي.

په لومړي سر کې داسې باور کېده چې دغه برېد به د هغه فلم ضد احتجاج سره تړاو لري چې په کې د پیغمبر حضرت محمد (ص) سپکاوى شوى دی.

متحدو اېالاتونو اوس خپلې دوې جنګي بيړۍ د ليبيا سیند غاړي ته استولي او هم يې ٥٠ تنه ماڼوګان دليبيا پلازمېنې ته د سفارت د امنيت خوندې کولو لپاره استولي دي.

سپینې ماڼۍ کې دوينا پرمهال ولسمشر اوباما وويل، چې هرومرو به هغو کسانو ته سزا ورکړل شي چې په دې پيښه کې ښکيل وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .