ملګري ملتونه:ایران ضد پرېکړه لیک تصویب شو

د خپريدو وخت: 05:32 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

د ملگرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار د ډلې غړو هيوادونو په غوڅ اکثريت د ايران پر ضد پريکړه ليک خپور کړ چې له مخې يې له ايرانه په کلکه غوښتنه شوې چې د يورانيمو د غني کولو نه دې لاس په سر شي او د دغه سازمان سره دې گډه همکاري وکړي .

دغه پريکړه ليک چې روسيې ، چين او امريکا يې وړانديز کړى و په غوڅ اکتريت تصويب شو ، په پريکړه ليک کې راغلي چې ايران پخوا هم د ملگرو ملتو پريکړې له پامه غورځولې او دا ځل تري نه په کلکه غوښتل شوي چې د اژانس د تگلارو سره سم بايد ځان جوړ کړي، خو ايران تل دغه څه رد کړي او خپله اټومي تګلاره يې سوله ييزه بللې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .