اخضر ابراهیمي سوریې ته په لومړي سفر تللی

د خپريدو وخت: 05:40 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

د سوريې په چارو کې د ملګرو ملتو ځانگړي استازي اخضر ابراهیمي د خپل ماموريت په لومړي سفر کې د هغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير وليد المعلم سره ليدلي دي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي ابراهيمي ته ويلي چې هغه ژمن د ى چې د نوموړي د ماموريت په برياليتوب کې له هغه سره مرسته وکړي.

په پام کې ده چې ښاغلى ابراهيمي نن د سوريې د ولسمشر بشار اسد سره هم وگوري.

د سوريې د ولسمشر پر ضد د پاڅونونو په پايله کې چې د تېر کال د مارچ له مياشتې راهيسې پيل شوي وو تر اوسه شاوخوا اتلس زره تنه وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .