۱۶ پاپ د سولې اپیل وکړ

د خپريدو وخت: 05:44 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391

د کاتوليکو مسيحيانو مشر پاپ بنديکت په لبنان کې څنگ پر څنگ د مسلمانو او مسيحي ټولنو شتون وستايه او وويل دا د منځني ختيځ لپاره يوه ښه بېلگه کېداى شي.

پاپ د سولې اپيل وکړ او ټولو مذهبونو کې د تندلارۍ او سخت دريځۍ غندنه وکړه.

پاپ دا څرگندونې لبنان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې کولې.

په تېرو ١٥ کلونو کې لبنان ته دا د پاپ لومړى سفر دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .