امریکا له تونس او سودانه سفارتي مامورین وباسي

د خپريدو وخت: 05:17 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

امريکا په تونس او سودان کې د خپلو سفارتونو نامهمو کارکوونکيو او د کورنيو ټولو غړيو ته ويلي چې له دغو هېوادونو ووځي.

دغه ګام د داسې نښو په ترڅ کې اخيستل کېږي، چې ښيي ګنې سپينه ماڼۍ په منځني ختيځ کې د اوږدې مودې ناراميو لپاره تيارۍ نيسي.

په تونس او خرطوم کې د امريکا سفارتونه د يو شمېر هغو امريکايي ديپلوماټيکو استوزو په ډله کې دي چې پر انټرنېټ د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي خپرې شوې وېډيو له امله قهرجمنو لاريونيانو پرې بريدونه کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولانډ وويل امريکايي اتباعو ته هم د سفرونو خبرداری ورکړل شوی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .