د امریکا په کونسلګرۍ برید وار له مخه پلان شوی و

د خپريدو وخت: 06:01 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391

د ليبيا د پارلمان مشر محمد المقريف وايي د امريکا د سفير د وژنې په تړاو چې تېره اوونې په دغه هېواد کې ووژل شو شاو خوا پنځوس تنه نيول شوي دي.

ښاغلي المقريف وويل په دې کې د شک هېڅ ځاى نشته چې بريد وار له مخه پلان شوى و او د اسلام ضد امريکايي فلم ته ځواب نه و.

محمد المقريف د سي بي اس په نامه تلويزيوني شبکې سره خبرو کې وويل په دې باور دى چې له القاعدې سره تړلي بهرني وگړي په دغه پېښه کې ښکېل وو.

په لېبيا کې د امريکا سفير کريس ستيفنز او درې نور امريکايان تېره سې شنبه په بن غازي ښار کې هغه مهال ووژل شول چې د امريکا پر قونسولگرۍ د اوږې د سر د توغنديو بريدونه وشول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .