پاکستان د کروز توغندي بریالۍ ازموینه وکړه

د خپريدو وخت: 07:22 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391

پاکستان تر اووه سوه کیلو متره پورې د هدف ویشتونکي توغندي بابر حتف ۷ ازمو ینه په بریالیتوب سره تر سره کړه.

دغه توغندی د اتومي موادو د لېږدولو وړتیا هم لري.

د پاکستان د دولتي ټیلویزیون په وینا په کروز توغندي کې سټیلت تکنالوژي کارول شوې ده.

د پاکستاني ټیلویژون په خبره ملټي ټیوب توغندی بابر د اووه سوه کیلومتره په واټن کې هدف په نښه کولی شي.

دغه توغندی دودیز او اتومي وسله لېږدولی شي.

د سږ کال په جون میاشت کې هم پاکستان د کروز توغندي بابر ازمو ينه کړې وه.

دغه توغندی پر ځمکه او سمندر کې د خپل هدف په نښه کولو وړتیا لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .