پاکستان کې پر یو ټیوب بندیز ولګید

د خپريدو وخت: 03:59 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391

د پاکستان لومړي وزیر راجا پروېز اشرف په خپل هېواد کې د یوټیوب په انټرنیټي پاڼه د بندیز لګولو امر کړی.

ویل کیږي دغه امر د یوټیوب د پاڼې چلوونکو له خوا له دغه پاڼې څخه د هغه فلم له لرې کولو څخه له انکار کولو وروسته ورکړل شوی، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) ته په کې سپکاوی شوی.

دوه کاله وړاندې هم د پاکستان حکومت په فېسبوک او یو ټیوب ویبپاڼو له دې امله بندیز لګولی و، چې د پیغمبر (ص) تصویرونه يي خپاره کړي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .