ننګرهار پوهنتون د امریکايي فلم ضد لاریون وکړ

د خپريدو وخت: 04:28 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391

د ننګرهار پوهنتون محصلینو اسلام ته د سپکوونکوي امریکايي فلم پرضد لاریون وکړ.

د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو د کابل ـ جلال اباد لویه لار د لاریون له کبله د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

لاریون کوونکو محصلینو پر سرونو جنډې تړلې او د امریکا ضد شعارونه ورکوي.

وړاندې د کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې هم ددغه فلم پرضد لاریونونه وشول، چې د کابل لاریونونه په تاوتریخوالي هم واوښتل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .