چین د بندیزونو لرې کولو غوښتنه وکړه

د خپريدو وخت: 13:26 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

د چین لومړي وزیر وین جیاباو اروپا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له اروپايي ټولنې پر چین د وسلو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې.

دغه بندیزونه په ۱۹۸۹کال کې د تیان ان من مېدان له پېښې وروسته ولګول شول.

ښاغلي باو دغه راز پر چینايي توکو د لوړ محصول په وړاندې هم اعتراض وکړ.

اروپايي ټولنه د چین ستر صادراتي مرکز دی او دغه راز د اروپا لپاره هم دوی ستر صادراتي ځای دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .