د پخواني روسي جاسوس د مړینې تحقیقات پیل کیږي

د خپريدو وخت: 13:45 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

یو قاضي نن په لندن کې د روسیې د پخواني جاسوس الکساندر لېتونېنکو د مرګ په تړاو څېړنې پیل کړې دي، چې په ۲۰۰۶ کال کې د راډیو اکټیف موادو په وسیلې مسموم شوی و.

قاضي به نن تصمیم ونیسي چې د پلونیم پر لامل سربېره نور پراخ لاملونه روښانه کړي چې د لېتونېنکو د وژلو لامل شوي وو.

برتانوي څارنوالان وايي دوی داسې کافي شواهد په لاس کې لري چې ښيي د لېتونېنکو په وژنه کې بل روسي جاسوس آندرې لوګوې لاس درلود، خو روسیې د هغه له سپارلو ډډه کړې ده.

د لېتونېنکو کونډه مارینا هیله لري، چې دغه څېړنې به یې د مېړه د وژل کېدو په تړاو ځینې پوښتنې ځواب کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .