د اسلام ضد فلم لوبغاړې پر فلم جوړونکي عریضه کوي

د خپريدو وخت: 06:02 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

د اسلام ضدهغه فلم چې په اسلامي نړۍ کې يې احتجاجونه راوپارول، يوه لوبغاړې د فلم پر جوړونکي د دروغ او درغلۍ له کبله عريضه کوي.

سيدي لي گارسيا په کلفورنيا کې له يوه قاضي غوښتنه کوي چې له يو ټيوب نه دې وغواړي، دغه فلم له خپلې ويبپاڼې لرې کړي.

مېرمن گارسيا وويل، دې او ملگرو ته يې په درواغو ويل شوي وو چې گواکې د لرغوني مصرد لانجمن برخليک په يوه فلم کې رول لوبوي.

دا وايي په فلم کې اسلامي ضد موضوعات وروسته زيات شوي او د فلم په اصلي سناريو کې د حضرت محمد (ص) نوم نه و ياد شوى.

د یاد فلم مصری جوړونکى نيکولا باسيلي نيکولا اوس پټ شوى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .