د امریکا د دفاع وزیر نوي زیلانډ ته تللی

د خپريدو وخت: 09:17 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا په نوي زيلاند کې دی او هڅه کوي چې له دغه هېواد سره خپلې دفاعي اړيکې پیاوړې کړي.

له هغه راهيسې چې ۲۵ کاله وړاندې نوي زيلاند په خپله خاوره کې د اتومي وسلو جوړول بند کړل، دا دغه هېواد ته د پنټاګان د لومړني مشر سفر دی.

له هغه راهيسې د امريکا جنګي بېړيو اجازه نه لرله چې د نوي زيلاند بندرونه وکاروي.

ښاغلي پنېتا تاييد کړه چې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ يو لړ توپيرونه شته، خو ويې ويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوس د اړيکو غوړېدل پيل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .