ایراني محصلینې له اتو مضامینو محرومې شوې

د خپريدو وخت: 11:36 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

په ایران کې یو نوی قانون چې ددغه هېواد د پوهنتون ښځینه محصلین د اتو مضمونونو له لوستلو منع کوي، نن نافذ شو.

د ایران په دیرشو پوهنتونونو کې ښځې په اټومي فزیک، کمپیوټر ساینس او د انګلیسي ژبې ادبیاتو کې له زده کړو بې برخې کړای شوې.

ددغه ګام اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

په ایران کې د بشري حقونو د چارو مشرې شیرین عبادي ویلي چې دا د ایران د دولت د سیاست یوه برخه ده چې غواړي ښځې له زده کړو بې برخه کړي:

''ویره ددې لامل شوه چې دولت په بېلابېلو ډولونو مېرمنې په کورونو کې کښینوي. د ښځو خوځښت په وروستیو کلونو کې د زده کړې او کارګري خوځښتونو په څېر له نورو سره یوځای شي او د کارګرو او زده کوونکو نجونو په څېر دلته هم ډېر فعالین رامخته شول.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .