بنغازي کې لاریونیانو د اسلامپالو پرمرکز یرغل کړی

د خپريدو وخت: 04:06 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

د ليبيا په بنغازي ښار کې سلگونو لاريون کونکو د انصار الشريعه د ډلې پر مرکز يرغل کړى .

داسې خلک ليدل شوي چې د دغې دلې د جنډې پر کوزولو لگيا وو او په ودانۍ کې يې ولاړو گاډو ته اور ورته کولو .

د انصار الشريعه ډله تورنه ده چې د امريکې پر قونسلگرۍ يې بريد کړى و چې له امله يې په هغه هيواد کې د امريکې سفير هم وژل شوى و ، خو دغې دلې دغه تورونه رد کړيدي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .