ترکي تورن افسران په کودتا تورن شول

د خپريدو وخت: 04:03 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

په ترکيه کې يوې محکمې له ٣٠٠ نه زيات پوځي افسران د هغه هيواد د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د دولت پر ضد تورن کړي او زندان ته يې د هغو د استولو پريکړه کړې.

د پوځ درې تنه پخواني قومندانان چې پخوا يې په هوايي او سمندري ځواکونو کې دندې لرلې د دغې کودتا د رهبري کولو په تور په شل، شل کاله بند محکوم شوي دي، خو څلور ديرش تنه نور تورن افسران په دغې توطيه کې د ښکيلتيا له توره سپين ختلي.

نيول شوي افسران په دې تورن شوي چې په جوماتونو کې يې بمونو ايښودل او د يونان د هيواد سره د جگړې په پلانونو لگيا و چې د پوځي کودتا لپاره زمينې برابرې کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .